ورزش

دکابل دغازي لوبغالې دفوتبال په ډگر نن مصنوعي چمونه ولګول شول.

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه چمن  په کابل کې دايتلاف دځواکونو دقوماندانۍ په مرسته دڅه دپاسه يومليون ډالرو په لګښت  چم کار شوي دي .

په هغو مراسمو کې چې له  همدي امله په غازي لوبغالې کې پرځاى شوي و په پيل کې  د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پيغام د جمهوري رياست  دلومړي معاونيت ددفتر درييس محمديوسف اعتبار له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .

(( په رزمي ، فوتبال ، باسکتبال ، کرکټ ، اوتکواندو  په څانګو کې   موږ دورزشکارانو ښه ځليدل په ښه توګه ښيې چې  چې زموږ په هيواد کې دورزشي چارو مسوولين  په نړۍ کې دورزش دهمغږي ودى په پام کې نيولوسره کارکړي دي او  زموږ ورزشکارانو  په  تاريخ کې دلومړۍ ځل لپاره له نړيوالو سياليو څخه دسرو زرو مډالونه اوداتلوالي  دنيابت  القاب ترلاسه کړي دي .))

په پيغام کې زياته شوې ده  زموږ دهيواد دفوتبال، تکواندو او دکرکټ دملي ټيمونو  برياليتوب وښود  که چېري  زموږ ورزشکارانو ته ښه وسايل او زيات امکانات برابرشي موږ به  دخپل هيواد دورزشکارانو دزياتو برياليتوبونو شاهد و اوسو.

وروسته  داولمپيک دملي کميټې رييس محمدظاهر اغبر وويل :  موږ نن دهغه چمن دپرانستلو اوبيارغاونې شاهدان يو چې لس کاله مخکې دبې ګناه افرادو دوژلو ځاى و اويا  زموږ دبيګناه هيوادوالو لاسونه اوپيښې  دوسله والو طالبانوله خوا په دغه چمن کې پرى کېدي . خو دغه ډگر  دهيواد دورزشکارانو دورزش په ځاى بدل شوي دي.

اغبرزياته کړه دغه چمن په مدرن اواساسي ډول  دفوتبال دنړيوال فدراسيون دستندرد له مخې  داته زره مربع متره په مساحت سره پکې مصنوعي چم ايښودل کېږي .

دغه راز په دې مراسموکې  پروفيسر صبغت الله مجددي  داسلام دمقدس دين له نظر  دورزش دارزښت په باب خبري وکړي .

په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير راين کراکر اوپه کابل کې  دناټو دځواکونوعمومي قوماندان جنرال الن   دافغانستان اوپه تيره بيا دورزش دبرخې  په بيارغاونه کې  په خپلو زياتو همکاريو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته