دخوست ولايت پوليسو دوه زره څلور سوه ليتره تيزا ب چې د هيروئينو په جوړولو کې کارول کيږي پرون له منځه يوړل
د خوست ولايت امنيه قو ما ندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي دباختر اطلاعا تي اژانس ته وويل: دغه تيزاب په دې وروستيو وختو کې د خوست ښار په مربوطاتو کې دعمليا تو په بهير کې ترلاسه شوي وو
ځاځى وويل: دغه تيزاب د هيرو ئينو په جوړولو کې کارول کيدل
د خوست ولايت امنيه قوماندان دغه راز دهغو عملياتو خبر ورکړ چې په دغه ولايت کې په غير قانوني ډول وسلې دليږدونې د مخنيوي په مقصد پيل شول
ده زياته کړه : په عملياتو کې څو ميله وسله هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده .
ده څرګنده کړه ترهغه وخته پوري چې ټول غير مسول وسله وال کسان بې وسلې نه شي دغه عمليات به دوام وکړي.
ديادونې وړ ده چې د خوست پوليسو دتڼيو ولسوالۍ په کوټګي سيمه کې په نورو عملياتو کې د شرا ب جوړولو درې فا بريکې کشف او له منځه يوړي.