کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د وسله والو مخالفينو يو قوماندان په هرات کې د ملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو.
د ملي اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دملي اردو د ځانګړو عملياتو دفرقى منسوبينو د هرات ولايت دشيندند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
د ملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو دوسله والو مخالفينو د يو قوماندان د نيولو په خاطر دقندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې دغه قوماندان له خپلو دوو تنو افرادو سره ونيول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ