امنیت

دملګرو ملتو سازمان په يمن کې دتاوتريخوالې دپاى ته رسولو غوښتنه کړې ده

٢١ – نيويارک  باختر دليندي دري ويشتمه

 ديمن په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان استازي په دغه هيواد کې دبشر حقوقو ته ددرناوي او دتاوتريخوالې  دبندولو غوښتنه کړې ده .

 جمال بن عمر چې په روانه اوونۍ کې ديمن پايتخت صنعا ښار ته رسيدلي  دي وويل موږ په سوله ئيز ډول  دقدرت دليږدونې او په دي بهير کې  دټولو سياسي  ډلو او په تيره بيا دځوانانو دګډون په لاره کې هلې ځلې  کوو چې په يمن کې  داسې دموکراتيک بدلون رامنځته  شي  چې دځوانانو غوښتنې تحقق ومومي او دقانوني حکومت دجوړولواو دموکراسي دتامينولو ضمانت وکړي .

  بن عمر دغه راز ددغه هيواد جنوبي ښارونه تغر او عدن  کتلي دي .

 علي عبدالله صالح  دروان کال  دليندي  دمياشتې په لومړي نيټه دقضايي مصوونيت دترلاسه کولو په لاره کې دقدرت دليږدونې تړون چې دخليج دهمکاري دشورا  له خوا پيشنهاد شوي و او دامريکا  ملاتړ ورسره و لاسليک کړ .

  ديمن نوي کابينه په دې  وروستيو وختو کې دمحمد باسنيده  په مشرۍ چې دروان کال  دليندي دمياشتي په شپږمه  نيټه دلنډ مهال صدراعظم  په توګه معرفي شو جوړه شوې ده .

 په همدي حال کې يمنيانو ددوشنبې په ورځ  يوځل پيا دپراخو مظاهرو  په کولو سره په نوي دولت کې د صالح درژيم  دپاتي کسانو له شتون  څخه خپل  مخالفت اعلام کړ او ويې ويل  دوى په هغه دولت  اعتماد نه لري چې دصالح درژيم  استازي پکې وي  .

 دتيرکال دسلواغي دمياشتې په لومړيو وختو کې په يمن کې دوګړني پاڅون دپيل له وخت څخه  تراوسه پوري په سلګونو تنه يمنيان دعلي عبدالله صالح دځواکونو او دده دمخالفينو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي  او په زرګونو تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته