فرهنګ

دغزني دبالاحصار دديوال د جوړولو کار پيل شو

دغزني  ښار دبالاحصار دديوال د جوړولو کار نن پيل شو.

دغزني والي موسى خان اکبرزاده  ددغه ديوال دجوړولو کار دپيل په ترڅ کې دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه ديوال چې څه دپاسه دوه نيم زره  کاله تاريخي لرغونتيا لري هغه پروژې پکې شاملي دي چې داسلامي تمدن دمرکز په توګه دغزني ښار دچمتو کولو له امله ترسره کېږي .

ده زياته کړه دغه پروژه چې څه ناڅه پنځه مليونه يورو لګښت لري دوه سوه پنځوس تنه پکې په کار ګومارل شوي دي .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه پروژه  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دمسلکې کارکوونکو اوانجينرانو ترنظر لاندې په راتلوونکو دوو کلونو کې بشپړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته