کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
د ملي امنيت د ادارې منسوبينو د غازي آباد د پيښې د شهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.
دباختر آژانس د خبرله مخې: د ملي امنيت د ادارې منسوبينو د غازي آباد دپيښې د شهيدانوله کورنيو سره دڅلورو مليونو دوه سوه زرو افغانيو نغدي مرسته وکړه.
دغه مرسته دملي امنيت د ادارې دلومړي مرستيال ډګر جنرال حسام الدين حسام له خوا په داسې حال کې چې د ملي اردو لوى درستيز ستر جنرال شير محمدکريمي هم حاضرو؛ د کونړ ولايت د غازي آباد ولسوالۍ د پيښې د شهيدانو په کورنيو وويشل شوې.
ددغې پيښې د هرشهيدکورنۍ ته دوه سوه زره افغانۍ ورکړل شوې.
دملي اردو د عسکرو په دوو پوستو د تروريستو طالبانو په بريدکې چې د بهرنيو استخباراتو او د پاکستاني طالبانو په ملاتړ څه موده مخکې دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شو؛ دملي اردو ٢١ تنه سرتيري شهيدان شول.
0 1 دقیقه لوستل