فرهنګ

دعکاسي نندارتون جوړشو

دتبسم په نامه په هرات ښارکې دعکاسي نندارتون پرانستل شو.

په دې نندارتون کې چې  دنوانديشانو دټولنيز اوفرهنګي مرکزله خوا  اوپه هرات کې دملګروملتو دسازمان دنماينده ګي په مالي مرسته جوړشوي دي  داوو تنو نارينه او ښځينه عکاسانو دعکاسي  ديرش اثار ننداري ته وړاندې شوي دي .

دهرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  دخبرو په ترڅ کې ددغه شان نندارتونونو جوړول په دغه ولايت کې دهنرمندانو دهڅونې او دعکاسي دهنر دودى لپاره ارزښتناک وبلل.

دافغانستان په لويديځ کې ديونما درسنيو مسوول  فليپو ددغه شان نندارتون د جوړولو اصلي هدف دهرات دخلکو دټولنيز حالت منعکس کول وبلل.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته