ورزش

دستاره آزادي ټيم لومړى مقام وګاټه

د آزادي دستوري  ټيم دکابل ښار دفوتسال دغوره ټيمونو دسياليو اتل شو.

دهيواد دفوتسال فدراسيون مرستيال محمدياسين محمدي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل   دغه سيالۍ چې مخکې دفوتسال دشپاړلسوټيمونو ترمنځ دحاجي نبي دښارګوټې   داميد سبز په جمنازيوم کې پيل شوي  وي دنيمه وروستۍ په دوره کې يې د آزادي دستوري  ټيم ديوې په مقابل کې  په اوو سره دموج ټيم ته ماتې ورکړه او داستقلال ټيم ديوي په مقابل کې  په دوو سره دګوهرشاد پرټيم بريالي شو او ددغو سياليو په پاى کې د ازادي دستوري اواستقلال ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې لوبه ددريو په مقابل کې په دريو سره برابره اوپه  پاى کې دپنالتي په ګوزارونو سره دستاره آزادي ټيم ددريو په مقابل کې په څلورو سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه او اتل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته