خبرونهامنیت

درې غله په کابل کې ونیول شول

٣٠- کابل / د مرغومي ۱۰ / باختر
پولیسو نن ٣ تنه د کابل ښارپه پنخلسمه ناحیه کې د استوګنې له یوکورڅخه د سرو زرو د غلا کولوپه اړوند ونیول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل : پولیسو ٣ تنه چې پرون د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې د قصبې په دولسم بلاک کې په یو کور ننوتي وو د یونیم میلیونوافغانیوپه لګښت ګانې او دوه موبایلونه غلا کړل او له ساحې څخه تښتېدلي وو چې وروسته وپېژندل اوویې نیول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته