کابل باختر د غبرګولي لسمه
په قندهار ولايت کې پرون دطالبانو دجنګې وسايلو په يوه ډيپو کې دچاودنې له امله درې تنه طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو .
د قندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې وسله وال طالبان له ډيپو څخه دوسلو اومهماتو په ليږدونې بوخت وو
دخبرځاى د څرګندونو له مخې ددغې چاودنې له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ټپي شو .
خبرځاى زياته کړه له دغې پيښې وروسته د قندهار ښار په پنځمه نايه کې د ډيپو ساحه دامنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه او د پلټني په وخت کې په وسلو او مهماتو سربيره دوه زرنج موټرسايکلونه چې چاوديدونکي توکي پکي بار و هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه په دې ډيپو کې دغه راز ډول ډول ماينونه لاسي بمونه اوچاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي