سیاست

دجمهوري رياست لو مړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن مازيګر د بد خشان ولايت د مرکز اود ولسواليو د بيلا بيلو ادارو چاروا کى اويو شمير مشران اوسپين ږيري حضورته و منل او خبرې يې ورسره و کړې

دجمهوري رياست لو مړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن مازيګر د بد خشان ولايت د مرکز اود ولسواليو د بيلا بيلو ادارو چاروا کى اويو شمير مشران اوسپين ږيري حضورته و منل او خبرې يې ورسره و کړې

دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې د بد خشان والى او په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې ددغه ولايت د خلکو يو شمير استا زي هم حاضر و دبد خشان والى د خبرو په ترڅ کې هغه موارد په ګوته کړل چې د افغانستان د اسلامي جمهور يت دنظام ترسيوري لا ندې په څو وروستيو کلو نو کې په دغه ولايت کې تر سره شوي دي چې اغيزې يې د بد خشان د خلکو په ژوندانه باندې ډير ارزښت لري

وروسته د جمهوري رياست لومړى مرستيال د خبرو په ترڅ کې په برياليتوب سره په کا بل کې د وروستي دوديزې لو يې جرګې د جوړيدو ياد ونه و کړه او وي ويل چې ددغې جرګې برياليتو ب د افغانستان خلکو اودولت ته ډير ارزښت لري ځکه دغې جرګې ثابته کړه چې د افغا نستان دولت او خلک ديو بل ترڅنګ دي اوپه زيا ترو مواردو کې د هيواد ګټې او لومړيتو بو نه په ښه توګه تشخيصوي او دهغودعملى کولو په لاره کې پرمخ ځى

دجمهوري رياست لومړى مرستيال دغه را زپه هيواد کې د امنيت اوثبات په تا مينولو کې د بد خشان دخلکو درول ياد ونه و کړه او زياته يې کړه چې هر بد خشا ني ته د وياړ ځاى دى چې بچيان يې په ټول افغا نستان کې دهيواد له ګوټ ګوټ څخه له خپلو نورو ورونوسره زموږد امنيتي ځوا کو نو په ليکو کې ولاړ دي او شپه ورځ دنظم او امنيت دټينګښت اود خپل هيواد ددفاع په لاره کې په کار بوخت دي

په دې کتنه کې دغه را ز د بد خشان ولايت دووتنو مشرانو د سړکو نو ،پوهنې او ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دولتي ادارو اودفترونو ته د ودا نيو د نشتوالى په بر خه کې په دغه ولايت کې دموجودو ستو نزو ياد ونه و کړه

دجمهوري رياست لو مړى مرستيال په بد خشان ولايت کې دشتو ستونزو په تاييد ولوسره لارښوونه و کړه چې په را تلونکى اوونۍ کې دى دسيمه ييزو ارګانو نو لوى رئيس وغو ښتل شي چې دبد خشان ولايت په ولسواليو کې ځينو دولتي ادارو ته د ودا نيو د نه شتون دستونزې په باب څرګند ونې و کړي او په حل کولو يې لا زم اقدا ما ت و کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته