سیاست

دبن په دويم کنفرانس کې نړيواله ټولنه دامنيت په تامينولو او دهيواد په پرمختګ کې له افغانستان سره دزړه له کومي همکاري وکړي .

دکابل  دطبي پوهنتون داستادانو ټولنه دبن په دويم کنفرانس کې  دبرخه والو هيوادونو  له مقاماتو څخه غواړي چې دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره په هغو ګامونوکې چې دهيواددامنيت دتامينولو او پرمختګ لپاره يې اخلي ، په صادقانه ډول ملاتړ وکړي .  دغه راز  دغې ټولنې د هيواد له هغو استازو څخه هم چې دبن په  دويم کنفرانس کې ګډون کوي غوښتنه کړې ده په خپلو هراړخيزو  طرحو  سره نړيواله  ټولنه په دې قانع کړي  چې دافغانستان  دامنيت  په تامينولو ، د جګړې په پاى ته رسولو او دخلکو  په سوکالى کې خپلې  ژمني په صادقانه ډول  عملي کړي .

  دکابل دطبي پوهنتون داستادانو  دټولنې په ليک کې  چې دباختر اطلاعاتي  اژانس ته ليږل شوى ، ويل شوى دى هغه څه چې دبن په لومړي  کنفرانس کې  چې لس کاله  مخکې نړيوالې ټولنې  دافغانستان  دامنيت دتامينولو  او دهيواد په بيلابيلو  برخو کې  دپرمختګ  او ترقي  په لاره کې ژمنه کړې وه .  په هغې عمل ونه شو  او نن ورځ زموږ خلک له هغو ستونزو  اونيمګړتياو  سره چې ورسره  مخامخ دي زياتره يې په صادقانه  ډول دخپلو ژمنو نه عملي کولو ته د برخه والو  هيوادونو نه پاملرنه ده .

 په دغه ليک کې دغه راز ويل شوى دى موږ دکابل دطبي پوهنتون استادان له هرهغه افغان څخه چې له هر لوري څخه په دغه  کنفرانس کې دافغانستان دخلکو په استازيتوب برخه اخلي .

  هيله کوو چې دهيواد په اړتياو  کې دلومړيتوب په پام کې  نيولو سره په ټولو هلوځلوسره دنړيوالې ټولنې دمرستو له جلبولو څخه ډډه ونه کړي تر څو چې نړيواله  ټولنه  دهغو ګامونو  چې دامنيت دتامينولو او دهيواد دپرمختګ  لپاره يې اخلي په صادقانه  ډول ملاتړ وکړي او د افغانستان دولت دخلکو دربړونو او کړاونو دله منځه وړلو لپاره په دغه ستر ازمايښت کې بريالي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته