امنیت

دايران اوعراق ترمنځ داته کلني جګړي ٩٣تنو قربانيانو پاتي شونې تبادله شوي

ايران او عراق پرون  ددواړو هيوادونو ترمنځ دوخت دجګړي د درې نوى تنو مړو پاتي شونې تبادله کړي.

ددريو تنو ايراني اتباعو او دنوي تنو عراقي سرتيرو  مړي دعراق دجنوب دشلمچه  په سرحدي بندر کې تبادله شول .

له يو عراقي سرتيري پرته چې سريې په يو تابوت کې ايښودل شوي و  نور مړى نه دى پيژندل شوي .

سره له دې چې دايران اوعراق ترمنځ جګړه  شل کاله مخکې  پاى ته رسيدلې ده ددواړو لورو دزياترو سرتيرو برخليک دغه راز ناپيژندل شوي پاتي دي.

دعراق دبشردحقوقو دفتر وويل له ١٩٩٦ کال څخه  تراوسه پوري  يواځي دشلمچه په پوله کې   دڅه دپاسه دوه زره تنو عراقي سرتيرو مړي او ديوزرو څلور سوه اووه ديرشو تنو مړي يوبل ته سپارل شوي دي.

دا د دواړو هيوا دونو ترمنځ دمړو اوومه تبادله وه.

دعراق  او ايران ترمنځ جګړه په ١٩٨٠ ميلادي کال کې پيل اوپه ١٩٨٨ کال کي پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته