روغتیا

دايدز پرخلاف دمبارزي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

دايدز پرخلاف دمبارزي نړيواله ورځ نن ( دايدز  په هراړخيزو وقايوي

خدمتونو برلاسي دايدز له امله دمړينې دکچې دپاى ته رسولوټکې دي )

ترعنوان لاندې  دعامې روغتيا وزارت  کې ونمانځل شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په هغو مراسمو کې چې له همدي امله  جوړه شوې وه دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل د اچ  آى  وى   دنوى مکروب  دانتاناتو او دايدز له امله  دمړينې  دمخنيوي په پاى ته رسولو  باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې دغه وزارت تراوسه پوري  په هيواد  کې دايدز  په ناروغي داخته کسانو شمير يو زرو دوه سوه پنځوس تنه ښودلي  دي خو دنړۍ روغتيايي سازمان اويوې بلې موسسي دغه شمير له دوو زرو څخه  تردريو زرو پوري اټکل کړي دي .

 په دغو مراسمو کې ډاکترې دليل ددغې ناروغي پرخلاف دمجادلې لپاره ددغه وزارت دکړو  په باب وويل   دايدز دکنترول دملي پروګروام دپيل له وخت څخه تراوسه پوري  چې   اته کاله  تيږيږي  په پړاويز ډول دتمويلونکوپه همکاري له کمي اوکېفي پلوه دخدمتونو په برخه کې ددغه پروګرام فعاليتو نه زيات شوي دي.

دي وويل اوس دهيواد په اتو سترو ښارونوکې ددرملنې ، وقايي او پوهاوي ورکولو لپاره څلويښت پروژې دتطبيق په  حال کې دي او دغه راز دداوطلبانو دسلامشوري ورکولو او ازمايښت شپاړلس مرکزونه دلومړينو خدمتونو دوړاندې کولو اته ويشت مرکزونه او دايدز د اچ آى وى  ددرملنې  دوه مرکزونه دکابل او هرات په ښارونو کې فعاليت کوي .

ډاکترې دليل څرگنده کړه  تراوسه پوري په افغانستان کې يوولس تنه په ايدز داخته کېدو له امله مړه شوي دي..

په دغو مراسمو کې دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دهغو مواردو يادونه وکړه  چې دايدز  اچ  آي  وي   ويروس  ليږدول کېږي  .

په دغو مراسمو کې دعدليې وزير حبيب الله غالب  ، دحج او اوقافو وزير ډاکتر يوسف نيازي ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دچارو وزارت معين ابراهيم ازهر، دملي شورا دولسي جرګي غړي ډاکتر نقيب الله فايق  اودنړۍ دروغتيا  سازمان استازي هم دموضوع په باب خبري وکړي .

ويل کېږي اوس په نړۍ کې څه ناڅه څلور  ديرش مليونه انسانان دايدز د اچ  اي وي   په ويروس  اخته دي او تراوسه پوري شپږ ديرش مليونه تنه په دغې ناروغي داخته کېدو له امله مړه شوي دي چې نيمايي يې ښځې وي.

ددغومراسمو په پاى کې دعامې روغتيا وزارت ، عدليې ، حج او اوقافو ، دښځو چارو، دمهاجرينو دراستنولو دچارو او دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي دچارو دوزارتونو ترمنځ دهمکاري تفاهم ليک لاسليک شو.

ددغه تفاهم ليک له مخې اړونده  وزارتونه ددغې ناروغي دخپريدو دمخنيوي په خاطر په خپلو کاري چارو کې دعامې روغتيا له وزارت سره همکاري کوي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته