دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دنيپال دفوټبال ملي ټيم ته په ماتې ورکولو سره داسيا دملتونو دفوټبال جام دسياليو وروستۍ پړاوته لاره پيداکړه .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې
دهيواد دفوټبال دملي ټيم لوبغاړې بلال ارزو وکولاى شو داضافي وخت په لومړيو دقيقو کې دهيواد دفوټبال دملي ټيم په ګټه يو ګول واوهه .
په دې تاريخي ګول سره افغانستان دلومړى ځل لپاره داسيا دملتونو دفوټبال جام دسياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله .
افغانستان پخوا دسريلانکا اوبوتان دفوتبال ټيمونو ته په ماتې ورکولو او دهند له ټيم سره په برابرې لوبې سره نيمه وروستۍ پړاو ته لاره موندلې وه .
دغه په زړه پورې لوبه نن ماښام د اسيا دجنوب ختيځو هيوادونو دسياليو په چوکاټ کې په نوى ډيلي کې ترسره شوه .