کابل باختر د کب پنځلسمه :
دهرات ولايت امنيه قوماندان دهرات ښار او دهرات ولايت په اړوندو ولسواليو کې دامنيتي پروګرامونو دجوړولو خبر ورکړ .
دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي چې تيره شپه يې دښار امنيتي حالات او دپوليسو د فعاليت لارې چارې وکتلې ديو پياوړي امنيتي پروګرام په جوړولو يې ټينګار وکړ .
جنرال روزي دامنيتي ځواکونو دتياريو له امله خوښي وکړه او دخلکو دښه امنيت په تامينولو يې ټينګار وکړ .
دهرات ولايت امنيه قوماندان په دې کتنه کې دهرات ښار له څو تنو کسبګرو او اوسيدونکو سره هم دامنيتي مسئلو په باب خبرې وکړې . او ددوى نظريې يې وليکلې .
جنرال روزي په دې بيان سره چې دامنيت په تامينولوکې دخلکو رول مهم دى اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې له خلکو سره نيکې او ښې اړيکې ولري .
دغه پروګرام دښار په بيلابيلو څلور لارې کې دوسايطو او وسله والو ځواکونوپه ځاى پرځاى کولو سره ترلاس لاندې نيول شوي دي .
ددغه پروګرام له لارې چې دهرات ولايت دامنيه قوماندان تر مستقيم نظر لاندې دشپې تر نيمايي پورې پرمخ يوړل شول هغه وسايط چې مشکوک و ولټول شو ل .
1 1 دقیقه لوستل