نړۍ

ايران دطبيعي ګازو ديوې سترې زيرمې دکشفولو خبرورکړي دي

ايران په کسپين سمندرګي کې دطبيعي ګازو ستره زيرمه کشف کړي ده.

دايران دتيلو وزارت انترنتي سايت ددغه  هيواددتيلو د وزير رستم قاسمي له خولې خبر ورکړ چې ويلي يي دي دطبيعي  ګازو دغه زيرمه په ايران پوري په اړوندو اوبو کې کشف شوې ده او دسمندر په اووه سوه متري ژورتيا کې موقعيت لري چې دګازو اندازه يې يوولس تربليون متره مکعب اټکل شوې ده.

له روسيې وروسته ايران دطبيعي ګازو دزيرمو له پلوه دنړۍ له بډايو هيوادونو څخه دي چې دطبيعي ګازو دتوليداتو زياته برخه په دغه هيواد کې لگول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته