سیاستخبرونهاقتصادTOP

افغان او ترکمن د بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي پروژې په اړه مخامخ خبرې کړي

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان پلاوو پرون دوشنبې په هرات کې ناسته کړې او د ټاپي پایپ لاین پر لېږد، د تور غنډۍ ریلپټلۍ پر پراختیا، دوه اړخیزه سوداګري، ترانزیت او ترانسپورټ کې پر اسانتیاوو رامنځته کولو او هرات کې د نور الجهاد سب سټېشن د ظرفیت لوړلو پر اړه یې خبرې کړې دي.

ناسته کې د هرات والي شیخ الحدیث مولانا اسلام جار او مرستیال یې مولوي مهاجر فراهي هم حضور درولود او ډاډ یې ورکړی، چې د یادو پروژو د ښه تطبیق په برخه کې به پوره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته