امنیت

په بغلان کې دوه تنه د نشه يي توکو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
د بغلان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن دوه تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پلورلو په اړوند ونيول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال شاه محمود پويا باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت منسوبینو په ځانګړو عملياتو کې دوه سړي د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه اپين ترلاسه شوي دي.
ختم-شکريه –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته