امنیت

څلور څلويښت کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول .

کابل باختر د سلواغې  دوه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون څلور څلويښت کيلوګرامه نشه يي توکي دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس  خبريال ته وويل :په دغو توکوکې اته ديرش کيلوګرامه  چرس او شپږ کيلوګرامه هيروئين شته چې ديوه سوزکي موټر  په واسطه ددغه ولايت  دکوټ ولسوالۍ  له مربوطاتو څخه ليږدول کيدل او دپوليسو دپلټنې په وخت کې  کشف او ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته