امنیت

دګوانتانامو افغان بندي له ١٤ کلونو وروسته وبخښل شو .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
په ګوانتانامو جيل کې دبخښنې  دمواردو دڅيړنې کميټې دهغه افغان بندي عبيد الله دازادۍ حکم صادر کړى دى چې دجنګي جنايتونوپه تور له  ٢٠٠٢ ميلادي کال  څخه راپديخوا په دغه جيل کې ساتل کيده.
دبي بي سي نيوز دخبر له مخې ، دامريکا ددفاع وزارت دڅيړنې دلنډ مهالې کميټې ددغه تصميم چې دګوانتانامو د بنديانو دبخښنې دغوښتنې دڅيړنې مسوول دى خبر ورکړى دى.
دغې کميټې اعلام کړى دى چې په ګوانتانامو کې دعبيد الله ساتنې ته نوره اړتيا نشته.
داپه داسې حال کې ده چې دغه افغان تبعه يوازې دعبيد الله په نامه سره يې يادونه شوې ده.
له هغه وروسته چې د٢٠٠٢ ميلادي کال په جولاى  مياشت کې په افغانستان کې ونيول شو په ٢٠٠٨ م کال په يوه پوځي محکمه کې دجنګي جنايت له تور سره مخامخ شو.
امريکايي پوځيانو دعبيد الله دنيونې په وخت کې  دده کورته څيرمه په يوه کنده کې کابو شل نه کارول شوي بمونه پيداکړل او څه موده وروسته يې داسې نتيجه ترلاسه کړه چې دى دالقاعده دبمي  بريدونو دقطعې غړى دى، هغه تور چې دعبيد الله وکيل تل رد کړى دى .
عبيد الله  داپريل په مياشت کې د بيا څيړنې دلنډ مهالې کميټې په وړاندې  حاضر شو چې په ګوانتانامو کې له تور پرته نيول شويو کسانو دازادى دځاى دڅيړنې لپاره دبارک اوباما ددولت له هڅو وروسته دبخښنې دترلاسه کولولپاره خپل چانس ازمايښت کړي
دى دنيول کيدو په وخت کې يوازې ١٩ کلن و.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته