کابل باختردوږي دمياشتې ٣ :
يوشمېر رسنيو ليکلي دي چې په سرپل ولايت کې د پژواک د خبري آژانس او د آريانا د ټلويزيون سيمه ييزه خبرياله اتيلا نوري د اردو د يو افسر له خوا ډبولې شوې ده .
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې: ويل کيږي چې لومړى سرتيرو او وروسته تورن عبدالجميل دغه خبرياله ډبولې ده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د سرپل له والي عبدالجبار حقبين څخه په جدي توګه غواړي چې موضوع وڅيړي او د نتيجې په باب دې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته خبر ورکړي.
ډاکتر رهين تل له امنيتي ارګانونو څخه غوښتي چې د خبريالانو مصوونيت تامين کړي؛ ځکه د خبريالانو پرخلاف تاوتريخوالى چې د خبر رسولو او د رسنيو له لارې هېوادوالو ته د پيښو په باب د معلوماتو د ورکولو مقدسه دنده په غاړه لري؛ په هيڅ صورت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لوري د زغم وړ نه دى.
1 1 دقیقه لوستل