کابل باختر د وږي دريمه :
په ننګرهار ولايت کې دانتخاباتو دکميسيون دولايتي دفتر په وړاندې په يوه ځانمرګي بريد کې دوه تنه ملکيان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، ځانمرګي يرغلګر چې بم يې په ځان کې تړلى و ځان يې په جلال اباد ښار کې دانتخاباتو دکميسيون په وړاندې دولسي جرګې دځينو حذف شويو نوماندانو داعتراض کوونکو خيمې ته څيرمه وچاوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکيان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
ده وويل يرغلګر ټيک دولسي جرګې دنوماندانو له نهايي لست څخه دحذف شوي نوماند جاويد زمان او دده پلويانو ته څيرمه ځان وچاوه .
تراوسه پورې هيچا ددغه بريد مسووليت په غاړه نه دى اخستى .
دننګرهار په مرکزي روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
ننګرهار ولايت په دې وروستي يوکال کې دډار اچوونکو بريدونو دزياتوالي ډګر و هغه بريدونه چې زياتره دښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان پکې قرباني شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم