نړۍ

د داعش ډلې شپږ تنه عراقي عسکر اعدام کړل

بغداد اسوشيتدپرس – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د داعش ډلې پرون د عراق شپږ تنه عسکر اعدام کړل.
د اسوشيتدپرس د خبري آژانس دخبرله مخې: دغه اعدامونه د (حيط) په ښارکې په عام محضرکې ترسره شوي دي .
د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې: عراقي عسکر چې پنځه تنه يې په ملکي جامو سمبال وو؛ د داعش د تروريستي ډلې د غړو له خوا په ډزو سره ووژل شول.
د داعش ډلې دغه راز د دغه ښار د پوليسو په مرکز بريد وکړ او هغه يې وچاوه.
په الانبار ولايت کې د داعش د ډلې په سنګرونو د امريکا او د هغه د متحدينوله هوايي بريدونو سره سره دغه ډله په دغه ولايت کې خپلو جنايتونو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته