ټولنه

وروستیو اورښتونو په هلمند کې ځاني او مالي زیانونه واړول

لښکرګاه/دمرغومې۲۳مه/باختر د هلمند د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې وروستیو اورښتونو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلاوونو او سختو اورښتونو له امله د یوې میرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې وروستیو اورښتونو نه یوازې په هلمند، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډېر شمېر خلک زیانمن کړي او آن د لارو د بندېدو له امله په بازارونو کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته