کابل باختر د ليندى دولسمه :
دملي پوليسو ديو والي او پيوستون او دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو او د شهيد ستر پاسوال عبدالرزاق اڅګزي . دشهادت په درناوى دفوټبال جام ددولتي مقاماتو او دهرات ولايت دورزشي ټولنې دمسوولينو په ګډون پرانستل شو .
ددغه تورنمنت دپرانستلو په مراسمو کې د هرات ولايت مرستيال ، امنيه قوماندان ، دحج اواوقافو رييس ، د روزنيز مرکز قوماندان ، دوګړني پوليسو لوى مدير ، دورزشي فدراسيون رييس ، دهرات دورزشي ټيمونو رييسانو ، دنفتي توکو داتحاديې ، دمدني ټولنې دبنسټونو استازو ، خبريالانو او د ورزش يو زيات شمير مينه والو ګډون کړي و .
دغه جام دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ له خوا دوګړنيو پوليسو دلوى مديريت په نوښت دهرات دامنيې قوماندانۍ ، د ٢٠٧ ظفر قول اردو ، دولايت دمقام ، دملي امنيت درياست ، سرحدي پوليسو ، دامن اوعامه نظم دپوليسو ، دملي پوليسو دروزنيز مرکز او د خبريالانو د کور دفوټبال دټيمونو ترمنځ پيل شوى دى او يوه اوونۍ به دوام وکړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل