کابل/باختر/ د زمري ۶مه
د بادغیس د جوند ولسوالۍ په ریګي سیمه کې ۱۰ وسله وال طالبان تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې په بریدکې ووژل شول.
د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میر زاده باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان چې په یوه فلانکوچ موټرکې د تروریستي برید د ترسره کولو لپاره روان وو؛ د یوې بې پیلوته الوتکې په واسطه پرې برید وشو او ووژل شول.
هغه زیاته کړه: په برید کې د دښمن موټر او جنګي وسایل هم له منځه تللي دي.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ