نړۍ

دايران دامنيتي ځواکونو ديو هليکوپتر دراغورځيدوله امله دوه تنه ووژل شول

٢٤-تهران  باختر دمرغومي دويمه

 دايران داسلامي جمهوريت  دسيستان اوبلوچستان ولايت په ختيځ کې  دخاش  په ښار کې دانتظامي  ځواکونو  ديو هليکوپتر دراغورځيدو له امله دهليکوپتر پيلوټ اومرستيال يې  وژل شوي دي .

  دخاش دسيمې  پوځي قوماندان  دايران دفارس دخبري اژانس ته ويلي دي  چې دغه پيښه  نن غرمه  هغه وخت رامنځته شوه چې هليکوپتر ديو ماموريت لپاره سيمې ته ليږل شوي و . او د ارتفاع د کمولو په وخت کې د سپاه پاسداران انقلاب په انګړ کې له يوې پايې  سره يې  ټکر وکړ او ټوتي ټوټي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته