امنیت

په ميدان وردګوکې د طالبانو درې تنه مشهور قوماندان ووژل شول

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩نيټه :
په ميدان وردګو ولايت کې د طالبانو د دريو تنو قوماندانان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت الله دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې ددغه ولايت د نرخ ولسوالۍ په ده حيات سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
په وژل شويوکسانوکې د طالبانو درې تنه مشهور قوماندانان نقيب، معتصم او خالد او د طالبانو د سرې قطعې يو غړى هم شامل دي.
درانې زياته کړه: په دې نښته کې پنځلس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او دوسله والو طالبانو يوه لايزي وسله او يو مړى د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
دراني زياته کړه : په دې پيښه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان هم شهيدان شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان ويس صميمي دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې ددغه ولايت امنيتي او دفاعي ځواکونه بشپړتيارى لري اوهيڅکله به  وسله والو مخالفانو ته د دې اجازه ورنکړي چې په ميدان وردګو ولايت کې امنيتي حالت ګډوډ کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته