خبرونهنړۍ

د شمالي کوریا مالیګیونګ سپوږمکۍ د امریکایي مهمو سیمو انخورونه اخیستي

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

د کوریا دولتي اژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا مالیګیونګ ۱ سپوږمکۍ چې د روانې نوامبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه فضا ته توغول شوې؛ تازه په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ او پنټاګون او دغه راز په هوایي او ارام سمندر کې د مهمو امریکایي پوځي اډو انځورونه اخیستي او شمالي کوریا کې یې د دغه هېواد مرکزي فضایي اډې ته استولي دي.

خبر زیاتوي، چې اخیستل شوي انځورونه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته رسېدلي او لیدلي دي.

د شمالي کوریا چارواکو دا د خپل هېواد په تاریخ کې یو مهم فضایي ماموریت بللی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته