ټولنه

دلوى پکتيا دمدني بنسټونو جرګې دکانونو او پتروليم وزارت مشرتوب وستايه .

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
دلوى پکتيا  دمدني بنسټونو يوه جرګې   په يوه غونډه کې  دکانونو او پتروليم وزارت   دمشرتابه  کړه وړه او دتاپي پروژې  دعملي کولو دکار  دپيل لپاره  ددغه وزارت  هلې ځلې وستايلې .
دباختراژانس دخبر له مخې:  په دې غونډه کې ددغې جرګې غړودکانونواو پتروليم وزارت په هلوځلو سره  دتاپي دسيمه ئيزې سترې پروژې له تطبيق سره  دملاتړ په ترڅ کې  څرګنده کړه  چې دکانونو او پتروليم وزارت هلې ځلې  ددې سبب شوې دي  چې ددغه وزارت  اداري او کاري چارې  ښه والى ومومي .
په ولسي جرګه  کې دپکتيا  دخلکو استازي  او ددغې جرګې غړي  ګل پاچا مجيدي  وويل : دتاپي پروژې  دافغانستان دخلکو لپاره  هيلې راوټوکولې او د کانونو او پتروليم وزارت  له دغه ستر برياليتوب سره  دملاتړ په ترڅ کې يې  ددغه وزارت دمشرتابه  دهلوځلو له امله قدرداني کوو او موږ  دافغانستان دټولو خلکو تر څنګ ددغې پروژې  دعملي کولو ملاتړ کوو .
  په دې غونډه کې  چې دکابل پوهنتون  ګڼ شمير محصلانوهم برخه لرله په افغانستان او سيمه کې  دتاپي پروژې  داهميت په باب يې  علمي دريځ  هم څرګند کړ . 
  دکانونو او پتروليم وزير  ډاکتر داود شاه صبا له دغه وزارت سره دلوى پکتيا  دمدني بنسټونو  دجرګې  دستاينې  له امله  دمننې په څرګندولو سره ، يوځل بيا  ددغه وزارت  دفعاليتونو په حرفوي کولو باندې يې ټينګار وکړ .
  دکانونو او پتروليم وزير دتاپي پروژې  دکار  پيل ته په اشارې سره وويل   دافغانستان دولت په کال کې نږدې  څلور سوه مليونه  امريکايي ډالره  يوازې  هند او پاکستان ته دګازو  دترانزيت له پلوه  ترلاسه کوي .
افغانستان  په دريو مشخصو دورو کې له ترکمنستان څخه  ګاز پيري  . چې په لومړيو لسو کلونوکې  په کال کې  پنځه سوه  مليون  متره مکعب  ، په دويمو لسو کلونوکې  په کال کې يو مليارد متره مکعب او په دريمو لسو کلونوکې  به  په کال کې  يو اعشاريه  پنځه مليارده  متره مکعب  وي . او دهغې موافقې له مخې  چې په دې وروستيو وختو کې وشوه ، افغانستان  له خپل لګښت څخه  اضافي ګاز  کولى شي  دهند او پاکستان  په هېوادونوکې هم  وپلوري .
  ده زياته کړه: دتاپي په تګلوري کې به  کابو څوارلسو زرو تنو ته په مستقيم ډول  کاري فرصتونه  برابر شي .
  داسيا دپرمختيا بانک له خوا  دوروستيو  لومړنيو ترسره شويو مطالعاتو له مخې ددغې پروژې  دعملي کولو او ترسره کولو لګښت  له شپږو ملياردو ډالرو څخه  تر اتو ملياردو ډالرو پورې  اټکل شوى دى  .
دغه نل ليکه څه دپاسه  يوزرو اته سوه کيلومتره  اوږدوالى لري  چې په ترکمنستان  کې  دنل ليکې اوږدوالى  نږدې يوسلو پنځوس کيلومتره ، په افغانستان کې څه دپاسه ٧٣٠ کيلومتره  او په پاکستان کې  هم څه دپاسه  اته سوه کيلومتره  دى .
دنل ليکې دپيل  ساحه  دترکمنستان  د ماري ښار دګلګينش سيمه او پاى يې  دهند دفضليکا ښار دى .
  دګازو دغه نل ليکه  په افغانستان کې  دهرات _ قندهار  دلوى لارې له تګلوري ، د هرات ، فراه نيمروز  ، هلمند او دقندهار  دولايتونو څخه تيريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته