امنیت

دماين دچاودنې له امله پنځه تنه پوليسان اوپنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

ميمنه   باخترد   ثور  دمياشتې  ٢٢ :
پنځه تنه پوليسان او پنځه تنه ملکي وګړي پرون دفارياب ولايت په  مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
دفارياب ولايت داندوخوي ولسوال محمدسنجر باختراژانس ته وويل،  په اندخوي ولسوالۍ کې په بايسکل  کې دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله  ددغې ولسوالۍ دامنيه قوماندان په ګډون پنځه تنه پوليسان اوپنځه تنه ملکي وګړي ټپيان   شول.
سنجرزياته کړه، ددغې پيښي ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا دولسوالۍ روغتون ته وليږدول شول او ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته