کابل باختر د وږي شلمه :
دساعقه حصارک په نامه دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتوپه دوام دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ يوشمير کلي چاڼ اوولټول شول او شپږ ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې امنيتي ځواکونو دساعقه حصارک په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ دتنګي ناور ، تيسنګي ، برکولاله ، کوز کولاله ،مردارډنډ ، ناصر کلي ، جبه کلي ، قلعه حاجي داود ، قلعه قاضيان ، لنګر خيلو ، چوک سرګردان او وقيه ظريف خيلو کلي چاڼ شول او په بهير کې يې شپږ ډول ډول ماينونه هم کشف او په خوندي ساحه کې چول شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې دسيمې اوسيدونکو او په عملياتو کې شاملو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل