اقتصاد

د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې (ADB) بانک له رئیس سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٠مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي ساموئل تامیوا، سره وکتل.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د پنځو هیوادونو (افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغزستان او چین) تر منځ د ریل پټلۍ په نښلېدو، د ملي بودیجې له لارې د لومړیتوب له مخې د پروژو او پروګرامونو په ملاتړ، په هیواد کې د سراسري ریل پټلۍ په جوړېدو، د لوړ پوړي پلاوي (SOM) ناستې ته په چمتووالي، سیمه يیزه همکارۍ، د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) پروګرام په وړتیا جوړولو او پیاوړتیا، پانګونې ته په هڅولو، د دې بانک مرکزي څانګو ته د افغانانو په ګومارلو او د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک (AIIB) سره په همغږۍ د پروژو په مالي ملاتړ بحث او خبرې وکړې.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته