امنیت

په روزګان کې د نويو جګړو له امله وسله والو طالبانو ته د سر دروندزيان واوښت

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
په روزګان ولايت کې د نويو جګړو له امله د وسله والو طالبانو ډلې ته د سر دروند زيان واوښت .
دغه جګړې په تيرو څلوروويشتو ساعتوکې د روزګان ولايت د دهراوود،  چارچينو او د خاص روزګان د ولسواليو او د ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې ونښتې.
  لومړۍ جګړه تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
په روزګان ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه يرغلګر طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو طالبانو د پوځيانو په کاروان د بريد په وخت کې د هغوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې:
لس تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه له هغه وروسته  ونښته چې پوځيانو په وسله والو طالبانو په ډزو سره د ملکي وګړو د سپرلۍ په کاروان د هغوى د بريد مخه ونيوله .
په روزګان ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې لس تنه يرغلګر طالبان وژل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې نهه تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار په ترينکوټ ښارکې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمې د پاکولو دعملياتوپه بهيرکې له يوې ډلې وسله والو طالبانو سره په نښتې لاس پورې کړ .
پوليس وايي چې د ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې وسله والو طالبانو ته دروند زيان اوښتى دى او نورو يې د تيښتې لاره غوره ده .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته