-کابل /دوري ١٠مه / باختر :
دکابل ښار د قرنطين طرحې د تطبيق په خاطر کابل ښاروالي له امنيتي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د دغه بهير څارنه پيل کړې ده.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو معين څېړنوال محمد فاضل شريفي په داسې حال کې چې امنيتي مسوولين او دکابل ښار د يوشمېر ناحيو د صنعت او ښاري سوداګرۍ د تنظيم رييسان هم حاضر وو، يو شمېر رستورانتونه او تجارتي مارکيټونه چې د دغې طرحې پرخلاف تراوسه پورې هم تړل شوي نه و، وتړل.
دوى له خلکو وغوښتل چې دکابل ښار د قرنطين بهير په جدي رعايتولو سره دې د ځان او د نورو خلکو د روغتيا او سلامتيا په لاره کې له پخوا زياتې هلې ځلې وکړي.
ختم _ج – اکرم
2 1 دقیقه لوستل