امنیت

په کاپيسا کې يو تن له يو کلاشينکوف سره ونيول شو

کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر
پوليسو نن يو کس په کاپيسا کې له يو کلاشينکوف سره ونيو.
د کاپيسا د پوليسو وياند شايق شورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه غيرمسوول وسله وال کس د کاپيسا د دويمې برخې ولسوالۍ په قلعه خواجه ها کلي کې له يو کلاشينکوف، پوځي تجهيزاتو او نشه يي توکو سره ونيول شو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته