امنیت

په نورستان کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
په نورستان کې دماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي  وګړي شهيدان او يو  تن
بل ټپي شو .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلسوبجو په شاوخوا دواما ولسوالۍ دکرنيل په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين  وخوت .
د نورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر شير داد  باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دوه  تنه ملکي وګړي شهيدان او يو بل تن ټپي شو .
ويل کيږي چې قربانيان ديوې کورنۍ غړي وو .
دنورستان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وسله وال طالبان د دغې  پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورين ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو سيمو دماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي  قرباني کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته