کابل باختر د سلواغې دمياشتې ١٠:
د لوړو زده کړو وزارت يو څلورکسيز پلاوى د نړيوالو پوهنتونونو د اته ويشتم پړاو د ورزشي سياليو د پيل په مراسموکې د ګډون په مقصد د قزاقستان جمهوريت د الماتا ښار ته سفر وکړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
دغه پلاوى د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معين محمدطارق صديقي په مشرۍ چې د نړۍ د پوهنتونونو د ورزشي فدارسيونونو له خوا بلل شوى دى؛ ټاکل شوې ده نن د دغو سياليو د پرانستلو په مراسموکې په ګډون برسيره ددغه فدراسيون له لوى رئيس او د څو هېوادونو د پوهنتونونو د ورزشي فدراسيونونو له رئيسانو سره و ګوري او د افغانستان په پوهنتونونوکې د ورزش د پياوړتيا په اړوندخبرې اترې وکړي.
په دغو نړيوالو سياليوکې له ١٦٤ هېوادونوڅخه لوبغاړي ګډون کوي او له افغانستان څخه د اسکي په برخه کې درې لوبغاړي چې دوه نجونې او يو نارينه دى، ګډون لري.
د اسکي ورزش په افغانستان کې دومره سابقه نلري، خو په دې وروستيوکې يې د باميانو په ولايت کې پرمختګ کړى دى.
له بلې خوا د افغانستان د پوهنتونونو ورزشي فدراسيونون دوه کاله مخکې د لوړو زده کړو وزارت په ملاتړ جوړ شوي دي او تر اوسه پورې په دې بريالي شوي دي چې د نړۍ د پوهنتونونو د ورزشي فدراسيونونو غړيتوب او دغه راز د آسيا د پوهنتونونو د ورزشي فدراسيون غړيتوب ترلاسه کړي .
د دغه فدراسيون ورزشکارانو تر اوسه پورې په څو نړيوالو سياليوکې ګډون کړى دى او ښه برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل