ميمنه باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه :
د دولت ٥٥ تنه وسله وال مخالفين تر اوسه پورې په فارياب ولايت کې د نويد_ ٨ عملياتو په بهيرکې وژل شوي دي.
د فارياب د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د نويد_ ٨ عمليات د ميمنې _ شبرغان د لوې لارې د پرانستلو په مقصد له څو ورځو را په دې خوا د فارياب ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې پيل شوي دي چې تر اوسه پورې پنځه کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک او ٥٥ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٦٤ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
معصومي وويل: په دغوعملياتو کې يو پوځي شهيد او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه مسافر چې له ميمنې ښار څخه شبرغان ته راغلي وو؛ وويل: اوس هم ددغې لويې لارې په ځينو سيموکې وسله وال مخالفين شته او د مسافر وړونکو موټرو په پلټنې لاس پورې کوي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل