امنیت

درويشت تنه طالبان په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دهلمند په ولايت کې دامنيتي ځواکونودعملياتو په ترڅ کې  درويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول په دغو عملياتو کې شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
  د٢١٥ ميوند قول اردو دعامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي دباختراژانس خبريال ته وويل  دامنيتي ځواکونوپه هغوعملياتو کې چې ددغه ولايت دګرشک په ولسوالۍ کې ترسره شول اتلس تنه طالبان ووژل شول ، دده په خبره په وژل شويو کسانو کې دملا سيداحمداواغامحمد په نومونو دطالبانودډلې دوه قوماندان هم شامل دي.
محمدرسول ځاځي زياته کړه: دامنيتي ځواکونوپه هغو نوروعملياتو کې چې دهلمند ولايت  دسنګين په ولسوالۍ کې ترسره شول پنځه تنه طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور  يې ټپيان شول
دقول اردو دعامه اړيکو مسوول وويل دغه عمليات د دغه ولايت په بيلابيلو برخوکې دطالبانو د وروستيو ځالو دله منځه وړلو اودامنيت دتامينولو په موخه ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته