سیاست

حامدکرزي د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

کابل-باختر دکب دمياشتې ١٢:
د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ یو شمېر مخورو او مشرانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهورريیس حامدکرزي سره په کتنه کې خپلې یولړ سیمه يیزې ستونزې بیان کړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، عبدالمحیط ‌ذاکر او عبدالنصیرکبیري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د اشکمش په ولسوالۍ کې د یو سمبال روغتونو د جوړیدو او  په دولتي اداروکې د ملي مشارکت د اصل پر عملي کیدلو باندې د ټینګار په ترڅ کې یې په دولتي پستونوکې په دندو د خپلو یو شمېر کادرونو د ګومارلوغوښتنه وکړه.
جمهورريیس د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ  د مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه وڅیړي او د حل لپاره یې په لازم اقدام لاس پورې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته