فرهنګ

دهرات ملي موزيم اوارشيف بيا پرانستل شو

– کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١:

دهرات ولايت  ملي موزيم او ارشيف له دريو لسيزو وروسته ددغه ولايت دوالي له خوا بيا پرانستل شو.

دهرات دملي موزيم اوارشيف په پرانستلو سره له دې وروسته به ښاريان وکولاى شي  دغه بې ساري تاريخي خزانه وګوري .

دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست مرستيال سيدمحمد رفيق ګيلاني دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دملي موزيم اوارشيف پرانستل دغه هيله  راکوي چې له دې وروسته  هرات دگرځندويانو په پاملرني کې ځاى نيسي او توريزم به هم په دغه ولايت کې پراختيا وکړي.

اوس دوه زره پنځه سوه تاريخي اثار چې په زرگونو کلونه لرغونتيا لري دهرات په ملي موزيم کې او دوه سوه نهه اتيا تاريخي سندونه هم ددغه هيواد په ملي ارشيف کې ساتل کېږي .

دهرات  والي وويل ددغه ولايت ملي موزيم داته اتيا کلونو په لرغونتيا سره په خپله  دافغانستان  دملت تيري  فرهنګي او تاريخي خاطري په عامه ذهنونو کې نندارې ته وړاندې کوي  اودغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له مسوولينو څخه يې وغوښتل   داسې تبليغي  اوتشويقي پروګرامونه  برابر کړي چې خلک  ددغه فرهنګي مرکز په  کتلو سره له خپل  تيروياړلي تاريخ سره بلد شي .

ديادونې وړ ده چې دهرات  دملي موزيم  کتوونکې په راتلوونکو دريو ورځو کې کولاى شي دغه موزيم په وړيا ډول وګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته