امنیت

افغانان هيله لري چې په ټول هېواد کې سوله او امن راشي

قلات باختر د وري د مياشتې ٢٢ مه
له ډیرو غمېزو د تېریدو څخه وروسته افغانان هیله لري، چې په ټول هېواد کې سوله او امن راشي؛ترڅو افغانان هم د نړۍ د نورو خلکو په څېر په سوله او امن کې ژوند وکړي.
دغه څرګندونې د زابل والي خيال محمد حسينې د دغه ولايت شينکۍ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دغه سفر کې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال،د ولايتي شورا ريېس عطاء محمد حق بيان ،د دوهمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال صديق الله صابري ،د ملي امنيت ريېس احمد ګل رسولي او يو شمېر نورو نظامي او ملکي چارواکو هم د والي ملتيا کوله،څو د خلکو ستونزې له نږدې څخه واوري.
د زابل والي خيال محمد حسينې غونډې ته په خپله پيليزه وينا کې وويل چې، له ډیرو غمیزو د تېریدو څخه وروسته افغانان هیله لري، چې په ټول هېواد کې سوله او امن راشي؛ترڅو افغانان هم د نړۍ د نورو خلکو په څېر په سوله او امن کې ژوند وکړي. حسينې د سیمې پر اوسیدونکو غږ وکړ، چې د روانو غمیزو پر وړاندې چپ پاتې نه شي او د سولي او امن د راوستلو غږ دې له دولت سره بدرګه کړي او وسله وال طالبان دې، دې ته وهڅوي،څو له دولت سره سوله وکړي .
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال هم د سیمي له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې سره يو موټى شي او له دولت سره همکاري وکړي.
په غونډه کې د زابل د ولایتي شورا ریېس عطاء محمد حق بيان وویل ،چې اوس د دې وخت را رسیدلي، څو ورور وژنه بنده شي او د سولې او یووالي پر لوري قدمونونه واخېستل شي.
حقبیان زیاته کړه، چې د سیوري د سیمي خلک دې له دولت څخه د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره کار وکړي .
د سولې د شورا ریېس غني خان توخي وويل ،اوس ټول افغانان په دې پوهیدلي ،چې جنګ د پردیو دى خو قربانیان یې افغانان دي .
توخي روانې غمیزي او بدبختۍ د خلکود بې اتفاقۍ زيږنده بولي او زیاتوي چې په يوالي او اتفاق سره کولاى شو چې روانو غمېزو ته د پاى ټکى کېښودل شي.
په همدې حال کې د شينکۍ ولسوالۍ د سیوري د سیمي اوسیدونکو وويل چې له دولت سره يې تل همکاري کړې او باید دولت هم د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي.
دوى د بیارغونې، روغتیا، کار موندنې او پوهنې په برخه کې له دولت څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
پاتې دې نه وي د سيوري ولسوالۍ چې اوس په غير رسمي واحد کې شمېرل کېږي،اوسيدونکي يې له دولت څخه غوښتنه کوي،څو دغه ولسوالۍ په رسمي  واحد بدله کړي. پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته