کابل باختر د کب دمياشتې ١٥ مه
د تندر قول اردو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ١٥ تنه وسله وال وژل شوي دي.
مسولين وايي چې دغه عمليات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د تندر قول اردو باختر اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه عمليات په پکتيکا،پکتيا،غزني او د لوګر ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې ١٥ تنه وسله وال وژل شوي،شپږ تنه ټپيان شوي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي.پاى _ وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ