کابل باختردزمري دمياشتې ٢ نيټه :
درې تنه پرون په غزني ولايت کې دجعلي پيسو دليږدولو په تور ونيول شول.
دغزني ولايت دملي امنيت رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل ؛ دغه درې تنه دڅارنوالۍ د ګډ هيئت او دغزني ولايت دامنيې قوماندان په شتون دغزني د ښاري ترانسپورت له درې لارې څخه له جعلي پيسو سره ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه يوسلو اته اوويا زره افغانۍ ، سل امريکايي ډالره ، زر پاکستانۍ جعلي کلدارې ، يو موټر او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوي دي .
ويل کېږي چې نيول شويوکسانو دغه جعلي پيسې په کليو کې په راکړې ورکړې کې کارولې .
پاى ع ذ
1 1 دقیقه لوستل