ورزش

دوشو دملي ټيم لوبغاړي پاکستان ته لاړل

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٣ :
د وشو دملي ټيم ورزشکاران نن پاکستان ته لاړل .
دغه ورزشکاران د وشو په هغو نړيوالو سياليو کې دګډون په موخه پاکستان ته لاړ ل چې دافغانستان ، ايران  او پاکستان دورزشکارانو ترمنځ ترسره کيږي.
دبدني روزنې اوسپورت  رياست  داطلاعاتو اوعامه پوهاوي دآمريت غړي مجيب قاري زاده  دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دوشو درې اړخيزې سيالۍ دافغانستان ، ايران او پاکستان  دورزشکارانو ترمنځ دپاکستان په کوربه توب په لاهور ښارکې ترسره  کيږي اوپه دغو سياليو کې دګډون په موخه   دهېواد دوشو دملي ټيم په ترکيب کې لس تنه ورزشکاران ، دوه تنه حکمان ، يو هيئت  او دوه  تنه ښوونکي پاکستان ته لاړل .
قاري زاده څرګنده کړه   چې دغه سيالۍ  دروانې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ پيليږي او پنځه ورځې دوام کوي .،

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته