امنیت

دپه ننګرهارکی یوه اندازه مهمات اوچاودیدونکی توکی نیول شوي دي همداشان (۱) تن وسله وال طالب تسلیم شوی دی.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٨نيټه: د۲۰۱ سیلاب قول اردو لمړی نمبرسرحدی لوا شپږم کنډک منسوبانوتیره شپه دننګرهارولایت مهمندرې ولسوالۍ کی دشهیدموړه په سیمه کی دیوکمین په ترڅ کی (۱)مازدا ډوله موټرچی پکی (۵۳۰۰) فیره دپیکاه مرمۍ (۴) جوړی نظامی دریشی (۳۵۰) کیلوپوتاشیم کلورایډ په نامه کیمیاوی مواد (۱) سیت مبایل ترلاسه کړي دي. دیادونی وړده چی دیادی مازدا موټرچلوونکۍ دشپی له تیاری څخه په استفادی له سیمی تښتیدلی چی په اړه یی پلټنی روانی دی. ديوبل خبرله مخېیو تن وسله وال طالب چی په خوږیانو ولسوالۍ کی یی تر دی وړاندی د دولت ضد کړنی تر سره کولی د حقیقت په درک کولو سره یی له جګړی لاس واخست او د اوپراتیفي کار وروسته سرحدي ځواکونو ته له (۱)کلاشینکوف سره یو ځای تسلیم شوی نوموړی وایی چی تر دی وړاندی یی د نور هیوادونو د استخباراتي کړیو په لارښوونه په هیواد کی تخریبی کړنی تر سره کولی ،چی د حقیقت په درک کولو سره یی د سولی لار غوره او خپله وسله یی دسرحدي ځواکونو منسوبینو ته وسپارله.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته