ټولنه

په هرات کې دزبرځواکو له خوا دسلګونو تنو اوسيدونکو دځمکو دغصبولو په باب اعتراضونه .

-کابل باختر د چنګاښ لومړى نيټه :
دجوى کار بار دشاوخوا ديوسلو لسو کليو په سلګونو تنو اوسيدونکي دجوى کار بار دځمکو دغصبولو  په اعتراض کې  په دغه وياله کې داوبو دکمښت په خاطر دخپلو ستونزو دلرې کولو غوښتونکي شول .
  ددغو سيمو خلکو داوبو دکمښت او دکرنيزو ځمکو له وچيدو څخه ددغې سيمې دخلکو له اوسني ستونزې څخه په اشارې سره دځمکو له غصبولو  وروسته دهرات ولايت له سيمه ئيزو  مقاماتوڅخه ددغو ستونزو  دلرې کولو  اوله غاصبينو   سره دمبارزې  غوښتنه وکړه .
ددغې  کلي دوه تنه اوسيونکي عبدالروسول  مجيدي او حاجي محمد کبير وايي دغه ستونزې په يوسلو لسو کليو پورې اړوندې  دي چې دغاصبانو له خوا له غصبولو او تړلو وروسته دبزګرانود ځمکې اوبه  تړل شوې ده او  نور دکرنيزو ځمکو له اوبو څخه  نه مستحق کيږي  چې دکرنيزو ځمکو وچيدل  ددغو کليو دبزګرانولپاره  اساسي ستونزې رامنځته کړې دي .
دوى له مسوولانو څخه ددغې موضوع دجدي څيړنې غوښتنه وکړه .
ددغه ولايت  دمقام دټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيالې ميرمن مونسې حسن زاده وويل  دولايت مقام هوډمن دى چې ددغه کلي  له خلکو سره په غونډه کې ددغې ستونزې په  لرې کولو کې ډير ژر اقدام وکړي .
په همدې حال کې  دهرات ولايت وياند جيلاني  فرهاد وايي دهرات  ولايت مقام  تل دځمکو له مفسدينو  او غاصبينو  سره مبارزه  کړې ده اوز ياتره کسان يې  دقانون منګولو  ته سپارلي دي .
ده ډاډ ورکړ چې دخلکو اوسنى ستونزې  به تر څيړنې لاندې ونيول شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته