چاريکار باختر دتلې دمياشتې دويمه نيټه :
د پوليو واکسين دويم پړاو نن په پروان ولايت کې پيل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د پوليو واکسين په دې پروګرام کې چې څلور ورځې به دوام وکړي، له پنځه کلنى څخه ښکته څه د پاسه ١٥٨ زره ٤٠٠ تنه ماشومان به واکسين شي .
دغه راز له دوه کلنى څخه تر پنځه کلنى پورې څه د پاسه ٩٥ زرو تنو ماشومانو ته د چنجيو ضد ټابليټونه ورکول کيږي.
د پروان والي او د عامې روغتيا رئيس له ټولو کورنيو څخه وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د واکسين په تطبيق کې له روغتيايي کارکوونکو سره همکاري وکړي.
پاى ذکرالله